AP ۱۴۰۳ وږی ۲۰ ۲۲:۵۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85592969
T T
۰ Persons

Tags

ملګري ملتونه: اسراییل زموږ د مرستو کاروان د وسلو په زور ودراوه

 کابل- ایرنا- د نژدی ختیځ لپاره د ملګروملتونو د مرستو او کار د ادارې (آنروا) مشر اعلان وکړ چې د صهیونیسټی نیواکګر رژیم ځواکونو د ملګرو ملتو یو کاروان د ټوپک په ډزو ودراوه او د بلدوزرونو په وسیله یې د ملګرو ملتو ګاډو ته تاوان ورکړ. 

 د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د منځني ختیځ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې مشر فیلیپ لازاریني نن سه شنبه د وږی ۲۰مه وویل: اسراييلي ځواکونو د ملګرو ملتونو هغه کارکوونکي نيولي او ګواښلي يې دي چې په غزه کې د پوليو واکسين لپاره موجود وو او دا لا څرګنده نه ده چې د پوليو واکسين پروژه به سبا د غزې په شمالي برخه کې ترسره شي او که نه.

 په ایکس باندې په یوه پیغام کې، لازاریني لیکلي: د ملګرو ملتونو کاروان د غزې د وادي پوستې څخه سمدستي وروسته د ملګرو ملتونو د کارمندانو د نیولو او د وسلو په زور د ګواښ سره ودرول شو او زیاته یې کړه چې «بلدوزرونو د ملګرو ملتونو موټرو ته سخت زیان اړولی.»

هغه زیاته کړه: له دغه کاروان سره تلونکي فلسطینیان او نړیوال کارکوونکي تر اتو ساعتونو زیات بندیان وو، خو اوس خوشي شوي او په خوندي توګه د ملګرو ملتونو اډې ته راستانه شوي دي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .